د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، سرچینې وایي طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې اجازه به ورنه کړي د افغانستان له خاورې د بېپیلوټه الوتکو فعالیتونه د دې هېواد امنیت ګډوډ کړي، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د اسانتیا هڅې روانې دي. د سرچینو په وینا، دا پیغام د چین له لارې اسلاماباد ته لېږدول سوي دي .
د طالبانو یوې رسمي سرچینې د چهارشنبې په ورځ، د ثور په دویمه، اعلان کړی چې د پاکستان حکومت د چین له لارې طالبانو ته پیغام استولی او په هغه کې یې غوښتنه کړې چې له هر هغه اقدامه ډډه وسي چې د دې هېواد امنیتي وضعیت ګډوډولای سي.
د موجودو معلوماتو له مخې، په دې پیغام کې د پاکستان وضعیت ډېر حساس بلل سوی او خبرداری ورکړل سوی چې هره ناسمه محاسبه ښايي سخت غبرګون ولري. دغه اندېښنې په ځانګړي ډول د افغانستان له خاورې د بېپیلوټه الوتکو د احتمالي فعالیتونو له امله مطرح سوې دي.
سرچینې زیاتوي چی طالبانو په ځواب کې ، د چین له لارې پاکستان ته ډاډ ورکړی چې د دې هېواد پر وړاندي به هېڅ ډول بېپیلوټه فعالیت ونه سي. خو دا ژمنه په دې شرط ده چې پاکستان پر افغانستان هوايي بریدونه، بمبار او ډزې بیا پیل نه کړي.
په همدې حال کې، اسلاماباد د سولې د خبرو د نوې دورې کوربتوب ته چمتووالی نیسي، او د پاکستان کورنیو چارو وزارت د امنیت د ټینګښت لپاره له ٢٠ زرو ډېر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.




