اروپا خپل وجدان پلورلی او رسید یې د میناب د ماشومانو په وینو لیکل سوی

په لندن کې د ایران سفارت: اروپا خپله عزت او درناوی د میناب د شهیدانو د وینو پر وړاندې په چوپتیا سره پلورلې دي
اروپا خپل وجدان پلورلی او رسید یې د میناب د ماشومانو په وینو لیکل سوی

په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ، د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مسوولې کایا کالاس ، د ایران په وړاندي د تورونو او ادعاوو په غبرګون کې، بروکسل د دوه‌ګونو معیارونو په کارولو تورن کړی او ټينګار یی وکړ چې اروپا خپل عزت پلورلی او د دې بیه د میناب د ماشومانو په وینو لیکل سوی ده.

په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت :

کایا کالاس د ایران د «بې‌احتیاطه بدلونونو» په اړه اندېښنه لري. راځئ د اروپا د ریاکارۍ د سترې لارې په اړه خبرې وکړو:

۱۶۸ ایرانی زده‌کوونکي وژل سوي دي. پلونه زیانمن سوي. د اوبو زیربناوې هدف ګرځول سوې دي. د اروپایي ټولنې غبرګون: هېڅ نه. د اروپایي ټولنې اقدام: پر قربانیانو بندیزونه. دا د برلین نوې اخلاقي دیوال دی.

ایران وايي هرمز پرانیستی دی؛ امریکا وايي محاصره دی او بیړۍ نیسي. د اروپایي ټولنې ځواب: چوپتیا.

د امریکا سمندري ځواک د «تفریح لپاره» پر یوې بیړۍ برید کوي، د بیړۍ چلوونکي وژل کېږي. د اروپایي ټولنې ځواب: چوپتیا.

نړیواله جزایي محکمه د اسرائیلو د مشرانو د نیولو حکم صادروي. د اروپایي ټولنې ځواب: لیدنې او هرکلی.

په غزه کې نسل‌وژنه په ژوندۍ بڼه خپرېږي. د اروپایي ټولنې ځواب: د هغه زده‌کوونکو نیول چې اعتراض کوي.

تاسو د «د سمندر د آزادۍ» خبرې کوئ، په داسې حال کې چې هغه د سمندري محاصرې ملاتړ کوئ چې میلیونونه وګړي لوږې ته ټېل وهي.

ستاسو د ASPIDES ماموریت د سوداګرۍ ساتنه کوي، خو هغه کسان نه دروي چې بندرونه بمباروي او جنګي جنایتونه کوي. تاسو د یو سرغړونکي او ناقانونه رژیم د حقوقي ادارې په څېر عمل کوئ.

دا مه ښايئ چي ګواکي خبره د خپرېدو د مخنيوي ده. دا موضوع د سپين پوستو د برلاسۍ د امتياز ساتلو او د صهيونيستي رژيم د سزا څخه د خونديتوب ده. اروپا خپل وجدان پلورلې دي او رسيد يې د ميناب د ماشومانو په وينو ليکل سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x