«نبيه بري» د لبنان د پارلمان رئیس ویلي دي چې صهیونیستي رژیم په جنوبي لبنان کې د تش په نوم «ژېړې کرښې» د طرحې له لارې، په اصل کې د خپلې اشغالګرۍ د دوام او ټینګښت هڅه کوي، خو د حزب الله له کلک خنډ سره مخ سوي دي.
د لبنان د پارلمان رئیس نن سهشنبه ټینګار وکړ چې د دې هېواد د جنوب اوسېدونکي باید ژر خپلو کورونو ته ستانه نه سي، ځکه اسرائیلي دښمن له چل، دوکې او خیانت سره عادت لري.
بري له «الجمهوریه» ورځپاڼې سره په خبرو کې د صهیونیستانو له لوري د لبنان په جنوب کې د «ژېړې کرښې» د جوړولو د ادعا په اړه وویل: «نه ژېړه کرښه سته، نه سره کرښه، نه شنه کرښه او نه بله کومه کرښه. هېڅ کرښه زموږ لپاره ارزښت نه لري او موږ هېڅکله دا ډول څه نه سوو منلای .»
د لبنان د پارلمان رئیس ټینګار وکړ چې اسرائیل باید له هغو جنوبي سیمو څخه ووځي چې ننوتلی دی، او زیاته یې کړه: که اسرائیل د هغو ژېړو کرښو له لارې چې رسموي، یا د خپلو اډو له لارې اشغال ته دوام ورکړي، نو هره ورځ به د مقاومت له ځواکونو سره مخ سي.
هغه وویل چې دا خاوره د لبنان ده او هېڅکله د منلو وړ نه ده چې یو متر ترې هم کم سي. نوموړي زیاته کړه: «موږ د جګړې پیل کوونکي نه وو او بېځایه مو مقاومت نه دی کړی، بلکې هغوی وو چې د خپلې اشغالګرۍ او تېریو له لارې یې مقاومت پر موږ ومني او موږ یې اړ کړو چې د خپلې خاورې د آزادۍ او د هېواد د واکمنۍ د ساتنې لپاره مقاومت ته مخه کړو. زموږ لپاره هېڅ څه نه دي بدل سوي؛ موږ پر خپل دریځ ټینګ ولاړ یو، څو اشغال پای ته ورسېږي او دښمن زموږ له خاورې ووځي.»




