د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، الکساندر لوکاشنکو، د بلاروس ولسمشر، نن (دوشنبه، ۳۱ حمل) څرګنده کړی چې امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت سره په جګړه کې ماته خوړلې ده.
لوکاشنکو له راشاتودي شبکې سره په مرکه کې د امریکا حکومت د دیکتاتورۍ په توګه یاد کړ او څرګنده یې کړه چې له ایران سره نښته د واشنګټن لپاره د ماتې پایله لرله.
هغه وویل: «دیکتاتوري تل په پای کې د ماتې او سقوط لامل کېږي. هماغه ډول چې له ایران سره د امریکا په قضیه کې پېښه سوه. ښايي دا بشپړ سقوط نه وي، خو د ماتې په څېر حالت رامنځته سوي دي .»
د بلاروس ولسمشر د امریکا د متحدینو د نه ګډون په اړه په دې جګړه کې وویل چې دونالد ټرمپ ځان له اروپايي اتحادیې او ناټو څخه لیرې کړ او یوازې یې خپلو داخلي ګټو ته پام درلود.
راشاتودي د لوکاشنکو له قوله راپور ورکړی: «ټرمپ هغوی (اروپايي اتحادیې) ته څرګنده کړي چې ستاسو مسایل ستاسو پورې اړه لري، له امریکا سره تړاو نه لري. که څه هم دوی اړیکې لري، خو هغه ځان له اروپا او ناټو څخه لیرې کړ. د هغه مسایل امریکایي مسایل دي.»




