د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، محمد محقق، د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند مشر ، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا غړی هم دی، اعلان کړی چې د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه مني او د افغانستان د سیاسي جغرافیې په اړه د ملګرو ملتونو پر «نړیوال وېش» ځان ژمن ګڼي.
هغه د یکشنبې په ورځ، د حمل په ۳۰مه، په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه یوه د ډیورند کرښه ده. د هغه په وینا، طالبان شاوخوا ۳۵ سلنه د پاکستان خاوره د افغانستان پورې اړوند ګڼي.
محقق په دې مرکه کې ویلي: «موږ د ملګرو ملتونو پر وېش ژمن یو.» هغه د افغانستان اوسنی سیاسي نقشه د توت د ونې له پاڼې سره تشبیه کړې او زیاته کړې یې ده چې د هېواد جغرافیه په همدې ډول مني.
د وحدت ګوند مشر د امیر عبدالرحمن خان په اړه ویلي چې هر چا چې دا تړون لاسلیک کړی وي، نن ملګرې ملتونه او د نړۍ هېوادونه د ډیورند کرښه په رسمیت پېژني.
هغه همدارنګه ویلي چې هغه کسان چې له پاکستان سره پولهایزې دعوې لري، باید خپل توان او ځواک و ارزوي. د هغه په وینا، پاکستان اټومي ځواک دی او هغه د اسلاماباد سره د دې شخړې د دوام پلوی نه دی.
محقق زیاته کړې چې له دې وړاندې یې له حامد کرزي سره هم د ډیورند موضوع په اړه خبرې کړې دي او په یوه رسمي غونډه کې یې ټینګار کړی چې د دې پولې نه منل د افغانستان په ګټه نه دي.
په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ یو تړون لاسلیک سوو چې د دواړو لورو پولې یې وټاکلې او وروسته د هنري مورټیمر ډیورند په نوم مشهور سوو.
خو د طالبانو اداره، لکه د افغانستان پخوانیو حکومتونو په څېر، د ډیورند کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي پوله نه مني.




