د اناتولی خبري اژانس د راپور له مخې، هاکان فیدان د آنتالیا د ډیپلوماسۍ د پنځمې غونډې په چوکاټ کې په یوه ازاد بحث کې زیاته کړه چې د یو نوي، هوښیار او د لا ډېرو هېوادونو د استازیتوب لرونکي نړیوال نظم د رامنځته کېدو وخت رسېدلی دی.
هغه ټینګار کړی چې ډیپلوماسي لا هم په منځني ختیځ، بالکان، اوکراین او افریقا کې د شخړو د حل تر ټولو غوره لاره ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په همدې حال کې د اسرائیلو رژیم د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړو د حل له اصل څخه مستثنا ګڼلی، ځکه د هغه په وینا د تلآویو تګلارې د پراختیا غوښتنې، اشغال، ظلم او وژنو پر بنسټ ولاړ دي.
فیدان وویل چې د اسرائیلو رژیم د خپل امنیت د تضمین لپاره د نورو په زیان عمل کوي، ځمکې نیسي، اوسېدونکي بېکوره کوي او په غزه کې نسلوژنه ترسره کوي.




