حکمتیار: ټول د ټاکل سوي حکومت او ملي اجماع غوښتونکي دي.

ګلبدین حکمتیار، د افغانستان د اسلامي حزب مشر ، د هېواد د اوسني وضعیت په اړه د نیوکې په ترڅ کې د سیاسي جوړښت د ژر بدلون، د ټاکل سوي حکومت د رامنځته کېدو او د ملي اجماع د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
حکمتیار: ټول د ټاکل سوي حکومت او ملي اجماع غوښتونکي دي.

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، ګلبدین حکمتیار ، د افغانستان د اسلامي حزب مشر ، د هېواد د اوسني وضعیت په اړه د نیوکې په ترڅ کې د سیاسي جوړښت د ژر بدلون، د ټاکل سوي حکومت د رامنځته کېدو او د ملي اجماع د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

حکمتیار په غیرمستقیم ډول طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د خلکو د غوښتنو او رأیې پرته، «افغانستان به لا بدې ورځې په مخ کې ولري ».

د هغه په وینا، د طالبانو تر واک لاندې اوسنی وضعیت د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نه دی او «ټول د ژر او مثبت بدلون غوښتونکي دي».

د اسلامي حزب مشر په یوه اعلامیه کې چې د دې حزب د بهر مېشتو غړو په غونډه کې وړاندې سوي، د ټاکل سوي حکومت، د اساسي قانون او د ملي اجماع د ژر جوړېدو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړې: «د افغانانو تمه دا وه او ده چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته نه له کورنیو جګړو سره مخ سي، نه له نیابتي جګړو او نه له بهرنیو یرغلونو سره؛ بلکې خپل اسلامي ټاکل سوي حکومت ولري، خپله برخلیک په خپله وټاکي او مشران یې په داخل د هېواد کې وټاکل سي.»

حکمتیار خبرداری ورکړی چې اوسنی وضعیت د خلکو له هیلو او تمو سره مخالف دی او دوام یې کولای سي افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل کړي.

هغه همدارنګه د هېواد په سیاسي جوړښت کې د ژر او مثبت بدلون پر اړتیا ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د هېواد مشري دې یو «امین او وړ شخص ته د خلکو او ټاکل سوو استازو په مشوره» وسپارل سي.

د اسلامي حزب مشر زیاته کړې چې «د ولس د استازو د شورا تشه، د اساسي قانون نشتوالی او د ټاکل سوي حکومت نه شتون باید ژر تر ژره پوره سي او د ملي اړینو مسایلو په اړه سراسري اجماع رامنځته سي».

حکمتیار تر دې مخکې هم بې له دې چې د طالبانو رهبري په ښکاره ډول یاده کړي، ویلي وو چې منل سوي واکمني به په پای کې له ولسي مقاومت سره مخ سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x