د هلمند ولایت د سيمهایزو سرچینو په وینا، هبت الله اخندزاده ، د طالبانو مشر ، دې ولایت ته د سفر پر مهال له سيمهایزو چارواکو او اوسېدونکو غوښتي چې د هغه صادر سوي فرمانونه په جدي توګه عملي کړي.
د دغو معلوماتو له مخې، ملا هبتالله د شنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر ، سراجالدین حقاني سره یوځای هلمند ته رسېدلی او د دې ولایت له چارواکو او یو شمېر اوسېدونکو سره یې لیدلي او خبرې کړې دي.
سرچینې وایي چې د طالبانو مشر د دې سفر پر مهال کجکي ولسوالۍ ته هم تللی، د یوه مسجد د جوړېدو د بنسټ ډبره یې ایښې او په یوه غونډه کې یې ګډونوالو ته وینا کړې ده.
د سرچینو په وینا، که څه هم د دې سفر اصلي موخه د مسجد د جوړولو د پروژې پیل بلل سوی، خو له دې سره یو شمېر نور مهم موضوعات هم مطرح سوي دي.
ددغه راپورونو له مخې، اخندزاده په خپله وینا کې په ځانګړي ډول د کوکنارو د کښت پر بندیز ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې د دې محصول له کرلو ډډه وکړي.
هغه همدارنګه د طالبانو د ملاتړ او د یووالي پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د فرمانونو منل او د اختلافونو مخنیوی د نظام د ثبات لپاره اړین دي.




