د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ کامالا هریس، د امريکا پخوانۍ د ولسمشر مرستياله او د ولسمشرۍ نومانده، د ميشيګن د ديموکراتو ښځو د کمېټې د ميراث په کلني د ډوډی په مېلمستيا کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر بهرنۍ پاليسۍ سختې نيوکې وکړې.
هغې د امريکا او اسرائيل ګډه جګړه د ايران پر وړاندي «بې ضرورته جګړه» وبلله او هغه يې د اپسټين د دوسيو څخه د پام اړولو يوه کمزورې هڅه وبلله.
هغې وويل: «هغه [ټرمپ] په يوه جګړه کې داخل سوو او د نتانیاهو له خوا دې جګړې ته کش کړل سوو. راځئ په دې اړه روښانه واوسو، هغه داسې جګړې ته داخل سوو چې د امريکا خلک يې غوښتونکي نه وو. د دې له ګڼو پایلو څخه يوه د پټرولو د بيې لوړوالی دی.»
هریس زياته کړه: «موږ د امريکا د تاريخ تر ټولو فاسد، بېرحمه او ناکامه حکومتي ادارې سره مخ يوو. دا سړی [ټرمپ] نه پوهېږي چې رښتينی ځواک څه شی دی، او ټول وخت هڅه کوي له حده زيات ځان ښودنه وکړي او داسې ځان ښکاره کړي لکه په اصل کې د مافيا يو مشر وي.»
نوموړي ټرمپ «ناامنه سړی» وباله چې هڅه کوي ځان قوي وښايي او د امريکا پوځي ځواک د هر چا پر وړاندي چی وغواړي وکاروي .
هریس د ملنډو څخه په ډک انداز کې د ټرمپ او د نړۍ د مشرانو تر منځ خیالي خبرې داسې تمثيل کړې: «ته اسيا واخله، زه لوېديځه نيمه کره اخلم، نور هر څه چې زه وغواړم، او موږ به يوازې دا سره ووېشو.»
د ولسمشر پخوانۍ مرستيالې ټينګار وکړ: «د امريکا خلک نه غواړي چي زامن او لوڼې يي داسې بې اجازې او اختياري جګړې ته ولاړ سي ، او زه په کلکه له دې سره مخالفه يم.»
هریس د ټرمپ حکومت د امريکا د نړيوال اعتبار د کمزوري کولو او امريکايي سرتېرو د خطر سره د مخ کولو له امله وغانده، او ټينګار يې وکړ چې بايد د يو اړخيز پوځي ځواک پر ځای له نرم ځواک او ډيپلوماسۍ څخه کار واخيستل سي.




