د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې طالبانو د دولتي کارکوونکو لپاره د خولۍ او لونګۍ کارول اجباري کړي، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت دوه لوړپوړي چارواکي په ترکیه کې د آنتالیا د دیپلوماسۍ په کنفرانس کې له دې حکم پرته راڅرګند سول.
خپرو سوو انځورونو څرګنده کړي چې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس عبدالحی قانت او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ذاکر جلالي د دې غونډې په څنډه کې او په رسمي لیدنو کې بې له لونګۍ، او په ځینو مواردو کې بې له خولۍ ګډون کړی دی.
د طالبانو د مقرراتو له مخې، د دولتي ادارو کارکوونکي، زده کوونکي او محصلان مکلف دي چې د اوږدې ږیرې تر څنګ خولۍ یا لونګۍ پر سر کړي او سیمه ییزې جامې واغوندي.
د دې غونډې په یوه برخه کې، قانت او جلالي د ترکیې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له رئیس ، رمضان اردوغ سره خبرې وکړې. په دې لیدنه کې قانت بې له خولۍ او لونګۍ حاضر و، حال دا چې جلالي یوازې خولۍ پر سر کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ورته وخت کې د افغانستان په پوهنتونونو کې پر محصلانو فشارونه زیات کړي، څو دودیز لباس، لکه خولۍ او سیمه ییزې جامې ( افغانی کالی ) واغوندي.
واک ته له بېرته رسېدو راهیسې طالبانو د خپلو غړو او دولتي کارکوونکو لپاره د لباس ځانګړی ډول منلی دی. لونګۍ، خولۍ، اوږده ږیره او دودیز لباس د دې پوښاک له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي، او په مقابل کې د درېشي او نیکټایي کارول منع اعلان سوي دي.
د آنتالیا د ۲۰۲۶ کال د دیپلوماسۍ کنفرانس په ترکیه کې د هېوادونو د مشرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو، لومړیو وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په پراخ ګډون ترسره سوو. په دې غونډه کې د دغو دوو چارواکو تر څنګ، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم ګډون درلود.
دا اقدام په داسې شرایطو کې سوی چې طالبانو په وروستیو کلونو کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر لباس سخت محدودیتونه لګولي دي. د هبتالله اخندزاده د فرمانونو له مخې، ټول دولتي کارکوونکي د ږیرې پرېښودو، خولۍ پر سر کولو او دودیز لباس اغوستو ته مکلف دي، او په ځینو سیمو کې ان له غیر دودیز لباس سره ادارو ته ننوتل هم منع سوي دي.




