د طالبانو د ډلې د واکمن جوړښت د پېژندلو او انځورولو لپاره نوې پلاتفورم پرانیستل سوې چې پکښې د دې ډلې نږدې ۱۲۰۰ لوړپوړي او منځني چارواکي پېژندل سوي او اسناد یې ثبت سوي دي.
د خپور سوي راپور له مخې، دا سیستم چې د «طالبانو د مشرتابه څارونکی» (Taliban Leadership Tracker) په نوم پېژندل کېږي، د اشخاصو دندو، کاري مخینې، قومي تړاوونو، انځورونو، او له پوځي او مالي شبکو سره د هغوی د اړیکو په اړه معلومات راټول او ثبت کړي دي.
دا پروژه د ۲۰۲۴ کال په منځ کې د منځني ختیځ انسټیټیوټ له خوا پیل سوې او د درېیو کلونو په موده کې د راټولو سوو معلوماتو پر بنسټ چمتو سوې ده، چې پکښې د ګومارنو اسناد، د طالبانو رسمي خبرتیاوې او رسنیز شننې شاملې دي. په دې مرکز کې شاوخوا ۱۲۰۰ چارواکي د بېلابېلو برخو لکه کابینې، امنیتي او پوځي ادارو، ولایتي او ولسوالیو دفترونو، ښاروالیو، عدلي بنسټونو او اړوندو کمېسیونونو کې پېژندل سوي دي.
په دې نقشه جوړونه کې ځینې هغه کسان هم شامل سوي چې د طالبانو غړي نه دي، خو اغېزناک رول یا اړیکې لري.
ثبت سوي معلومات د نوم، انځور، د اصلي فعالیت ځای، تعلیمي او اداري مخینې، او د ډلې دننه او بهر د اړیکو ډولونه رانغاړي.
د دې پروژې د چلوونکو په وینا، ددې معلوماتو ، د بېلابېلو نړیوالو سرچینو لکه ملګرو ملتونو، انټرپول، او د امریکا، بریتانیا، جرمني او فرانسې د امنیتي ادارو له لوري کره کتنه سوي دي.
دا معلوماتي مرکز د واکمن جوړښت د شننې، د پرېکړه کوونکو د پېژندنې، او د طالبانو د کورنیو اړیکو د ارزونې لپاره جوړ سوی، او همدارنګه د قومي او شبکيزو لاملونو له مخې د واک د وېش د څېړنې اسانتیا هم برابروي.




