د امریکا د مداخله‌ کوونکو سیاستونو پر وړاندي د کیڼ پالو رهبرانو همغږي

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر رهبرانو په اسپانیا کې د بارسلونا ښار په میزباني یوه غونډه کې د ډونالډ ټرمپ د سیاستونو او د امریکا د مداخله‌کوونکو کړنلارو پر وړاندې د نړیوال ائتلاف د جوړولو په اړه خبرې اترې وکړې.
د امریکا د مداخله‌ کوونکو سیاستونو پر وړاندي د کیڼ پالو رهبرانو همغږي

پدرو سانچز ،د اسپانیا لومړی وزیر په بارسلونا کې د برازیل له ولسمشر لوئیس ایناسیو لولا دا سیلوا او شاوخوا دولس نورو نړیوالو مشرانو کوربه وو.

په دې غونډه کې د کلودیا شینباوم، سیریل رامافوسا، ګوستاوو پترو او یاماندو اورسي هم ګډون درلود.

پدرو سانچز چې د اروپایي ټولنې په کچه د ډونالډ ټرمپ له سختو نیوکه کوونکو څخه ګڼل کېږي، هڅه کوي چې بارسلونا د ټرمپ د سیاستونو پر وړاندې د مقاومت مرکز او د کیڼ لاسو سیاسي خوځښتونو د بیا راژوندي کېدو محور معرفي کړي.

د غونډې ګډونوالو د هغه څه پر وړاندي چې «پر ایران نظامي برید» بلل سوی، او همدارنګه د امریکا د بهرني سیاست پر هغو کړنلارو چې د نړیوالو بنسټونو له چوکاټ څخه بهر ترسره کېږي، ګډ نظرونه لرل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x