د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، محمد باقر قالیباف، د ایران د اسلامي جمهوریت د شورا (پارلمان) رئیس ، په خپل ټویټر حساب کې د مذاکراتو د کره جزییاتو په اړه لیکلي : د ټرمپ ټولې ٧ ادعاوې درواغ دي.
د ایران د اسلامي جمهوريت د شورا رئیس او د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکا د وروستیو مذاکراتو د ډلې مسوول په خپل ټویټر کې لیکلي:
۱. د امریکا ولسمشر په یوه ساعت کې اووه ادعاوې وکړې، چې ټولې اووه ادعاوې درواغ دي.
۲. د دغو درواغو په وسیله یې په جګړه کې بریا ونه موندله او په مذاکراتو کې به هم هېڅ ځای ته ونه رسېږي.
۳. د محاصرې د دوام په صورت کې به د هرمز تنګی خلاص پاتې نه سي.
۴. په تنګی کې تګ راتګ به د «ټاکل سوې لارې» او د ایران د اجازې له مخې ترسره کېږي.
۵. د هرمز تنګي د پرانیستې یا تړل کېدو او د هغې مقررات په میدان کې ټاکل کېږي، نه په ټولنیزو شبکو کښې.
۶. رسنیزه جګړه او د افکارو مهندسي د جګړې مهمه برخه ده، خو د ایران ملت د دغو چلونو تر اغېز لاندې نه راځي.
د مذاکراتو ریښتیني او کره معلومات د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وروستۍ مرکه کې ولولئ.




