کریس هېجز، امریکایي لیکوال او وتلی خبریال، چې د پولیټزر جایزې ګټونکی دی، ویلي چې له ایران سره جګړې د امریکا واکمنۍ او په نړیوالو بازارونو کې د ډالر برلاسۍ ته درنه ضربه رسولې ده.
دغه مشهور امریکایي خبریال، چې په دې وروستیو کې له جورج ګالووي سره په یوه ویډیويي مرکه کې د شنونکي په توګه ګډون کړی و، ویلي: «زما په اند خپله ټرمپ هم نه پوهېږي چې څه کوي، خو سپینې ماڼۍ ته دا درک رسېدلی چې په ایران کې ۴۰ ورځنۍ جګړه د امریکا لپاره ښه نه ده تمامه سوې.».
هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې د پاکستان وروستیو خبرو ته اشاره وکړه او ویې ویل: امریکایانو په اسلاماباد کې په مذاکراتو کې دا نه وه درک کړې چې د دې کیسې د پای وروستۍ پرېکړه د ایران په لاس کې ده.
هغه زیاته کړه چې ایران لا هم د بېپیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو سترې زېرمې لري او کولای سي سخت زیانونه ورسوي.




