د امريکا د جګړې وزارت اعلان کړی چي د افغانستان څخه د وتلو د ځانګړې پلټنې پلاوي د پوځي او ملکي لوړپوړو چارواکو سره د خپلو مرکو اصلي پړاو بشپړ کړی او د افغانستان جګړې اړوند يې تر ۹ ميليونه زيات اسناد څيړلې دي.
شان پارنل، د افغانستان څخه د وتلو د پلټنې د پلاوي مشر وويل چي دا پلاوی د امريکا د ولسمشر په امر او د تر ټولو پراخې پوځي ارزونې لپاره جوړ سوی او د ۲۰۲۱ کال د وتلو له مهمو کسانو سره يې خبرې اترې کړې دي.
د امريکا د جګړې وزارت په خبرپاڼه کي ويلي چي د دې بهير په ترڅ کي له لسګونو لوړپوړو قوماندانانو سره، چي د افغانستان د پخوانيو عملياتو مسئولين او امريکايي قوماندانان هم پکښي شامل دي، خبرې سوي دي.
د دې وزارت په وينا، دا څېړنه تر پخوانۍ ارزونې پراخه ده او موخه يې د ۲۰۲۱ کال د اګست د پېښو په اړه تر ټولو روښانه راپور وړاندې کول دي.
د افغانستان څخه د وتلو د پلټنې د پلاوي مشر همدارنګه ټينګار وکړ چي د دې ادارې کار لا هم روان دی او اوس راټول سوي اسناد له پخوانيو څېړنو سره پرتله کېږي. هغه وويل تمه ده وروستی راپور په راتلونکو مياشتو کي خپور سي.




