روسيه: د سولي مذاکرات ښايي د بريد لپاره پلمه وي

د روسيې د فدراسيون امنيتي شورا خبرداری ورکړی دی چي کېدای سي امريکا او صهيونيستي رژيم د سولي د خبرو لړۍ د ايران پر وړاندي د ځمکني بريد د چمتووالي لپاره د پلمې په توګه وکاروي.
روسيه: د سولي مذاکرات ښايي د بريد لپاره پلمه وي

د روسيې د فدراسيون امنيتي شورا نن (چهارشنبه) په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي چي امريکا او اسرائيل ښايي د سولي د خبرو لړۍ د ايران پر وړاندي د يو ځمکني پوځي بريد د تيارۍ لپاره د پلمې په توګه وکاروي.

د روسي تاس خبري اژانس د راپور له مخي، په دې خبرپاڼه کي ټينګار سوی دی چي پينټاګون لا هم په سيمه کي د خپلو پوځي ځواکونو د شمېر زياتولو ته دوام ورکوي.

په دې خبرپاڼه کي راغلي دي: «امريکا او اسرائيل کولای سي د سولي له خبرو څخه د ايران پر وړاندي د ځمکني بريد د زمينې د برابرولو لپاره ګټه واخلي، په ځانګړي ډول چي پينټاګون پرله‌پسې په سيمه کي د مېشتو امريکايي ځواکونو شمېر زياتوي.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x