د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر: د خپلې ارادې د منلو يا د هېواد د تسليمولو هره هڅه به ناکامه سي، او د ايران ولس به هيڅکله دا ډول چلند ونه مني

مسعود پزشکیان، د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د تهران د بېړنيو مرستو د مرکز د ليدني پر مهال وويل:ايران د جګړې او بې‌ثباتۍ غوښتونکی نه دی، او تل يې له بېلابېلو هېوادونو سره پر خبرو او رغنده اړيکو ټينګار کړی دی؛ خو د خپلې ارادې د منلو يا د هېواد د تسليمولو هره هڅه به ناکامه سي، او د ايران ولس به هيڅکله دا ډول تګلاره ونه مني.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر: د خپلې ارادې د منلو يا د هېواد د تسليمولو هره هڅه به ناکامه سي، او د ايران ولس به هيڅکله دا ډول چلند ونه مني

مسعود پزشکیان، د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د تهران د بېړنيو مرستو د مرکز د ليدني پر مهال وويل:

ايران د جګړې او بې‌ثباتۍ غوښتونکی نه دی، او تل يې له بېلابېلو هېوادونو سره پر خبرو او رغنده اړيکو ټينګار کړی دی؛ خو د خپلې ارادې د منلو يا د هېواد د تسليمولو هره هڅه به ناکامه سي، او د ايران ولس به هيڅکله دا ډول تګلاره ونه مني.

نوموړي وويل، پر ايران بريد په کوم جواز او د کوم جرم له امله ترسره سوی دی؟ د ملکي وګړو، پوهانو، ماشومانو په نښه کول، او د ښوونځيو او روغتونونو په ګډون د حياتي مرکزونو ويجاړول، د نړيوال قانون او انساني اصولو له مخې څه توجيه لري؟

هغه زياته کړه چي د خدای په فضل، د ولس بې‌ساری او بېلګه‌ييز يووالی او ټينګښت، د څلوېښت ورځني مقاومت په ترڅ کي د دښمنانو ناوړه موخې شنډي کړې، او هيله کېږي چي د هېواد ټول خواخوږي کسان د خپل تاريخي مسئوليت په درک سره، د ملي يووالي د پياوړتيا او د ملي ګټو د ملاتړ پر لاره روان سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x