په پاکستان کي د ترهګرۍ په تور د ۲۳ افغان کډوالو نيول کېدل

د پاکستان امنيتي چارواکو اعلان کړی دي چي په اسلام‌اباد کي د افغان کډوالو د پلټني او لټون د عملياتو پر مهال د پوليسو او يو شمېر کډوالو ترمنځ نښته رامنځته سوې ده، چي له امله يې څلور پوليس ټپيان سوي دي.
په پاکستان کي د ترهګرۍ په تور د ۲۳ افغان کډوالو نيول کېدل

د پاکستان امنيتي چارواکو اعلان کړی دي چي په اسلام‌اباد کي د افغان کډوالو د پلټني او لټون د عملياتو پر مهال د پوليسو او يو شمېر کډوالو ترمنځ نښته رامنځته سوې ده، چي له امله يې څلور پوليس ټپيان سوي دي.

د اسلام‌اباد د پوليسو په وينا، دا پېښه هغه مهال تاوتريخوالي ته واوښته چي کډوالو د نيولو پر وړاندي مقاومت وکړ، او ورپسې لږ تر لږه ۲۳ افغان کډوال د ترهګرۍ اړوندو تورونو په تړاو نيول سوي دي.

د دان ورځپاڼې د راپور له مخي، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د اسلام‌اباد د سرای خربوزې په سيمه کي د ګولرای پوليسو د پوستې په اړوند ساحه کي رامنځته سوې ده. د سرچينو په وينا، د دې نښتي پر مهال د کډوالو يوې ډلې، چي د مبين په نوم کس يې مشري کول، يو پوليس برمته کړی او په يوه کور کي يې ساتلی وو.

ثاقب محمود ، د دې سيمې د پوليسو يوه چارواکي ادعا کړې ده چي دغو کسانو وروسته ياد کور په اور سوځولي دی. همدارنګه د پوليسو په رسمي شکايت کي راغلي دي چي بريدګرو د يوه پوليس څخه يوه وسله اخيستې او د وژلو په نيت يې پر هغه ډزې کړې دي.

اوس مهال ۲۳ افغان کډوال د دې پېښي په تړاو بنديان دي، او د پوليسو په وينا، د دوی دوسيه د پاکستان د قوانينو له مخي، د ترهګرۍ ضد قانون د اوومي مادې په ګډون، تر څېړني لاندي ده.

د اسلام‌اباد پوليسو همدارنګه خبرداری ورکړی دي چي د ترهګرۍ ضد ادارې له خوا پراخ عمليات پيل سوي دي، څو هغه نور شکمن کسان وپېژندل او ونيسي چي له سيمې څخه تښتېدلي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x