چين د سينکيانګ په سيمه کي، د افغانستان پولې او د پاکستان تر ولکې لاندي کشمير ته نږدې، يوه نوې ولسوالي جوړه کړې ده. دا ګام د دغه هېواد د پوليز امنيت د پياوړتيا د هڅو برخه بلل کېږي.
دغه ولسوالي، چي «سنلينګ» نومېږي، د قراقروم غرونو ته نږدې او د افغانستان د واخان ستراتيژيک دهلېز ترڅنګ پرته ده. واخان هغه نرۍ سيمه ده چي افغانستان له چين سره نښلوي او د بېجينګ له پلوه ځانګړی امنيتي او ستراتيژيک ارزښت لري.




