په هرات ولايت کې په يو شمېر ملکي وګړو د ډزو د پېښې په غبرګون کي، رحمت الله نبیل د ملي امنيت پخواني رئیس اعلان کړی دي چي طالبانو په قصدي ډول مذهبي توپيرونه جرم ګرځولي دي.
نبیل ويلي چي په دې پېښه کي شاوخوا له شلو څخه زيات کسان وژل سوي دي، او ټينګار يې کړی چي کله د يو هيواد واکمنان توپيرونه جرم وګرځوي، انساني ارزښتونه په جدي توګه تر پښو لاندي کېږي.
د هغه په وينا، د مذهبي توپير له امله د بېګناه کسانو وژنه د بشريت پر ضد د جرم څرګند مصداق دی.
نبیل همدارنګه په ټولنه کي پر متقابل منښت او سولهييز ګډ ژوند ټينګار کړي دي .




