د امريکا د کانګرس استازې: نه ټرمپ او نه هېګسېت د فارس خليج نوم نه سي بدلولای

ياسمين انصاري د امريکا د استازو جرګې غړې ، د دغه هېواد د جګړې د وزير له خوا د «فارس خليج» پر ځای د «عرب خليج» د اصطلاح د کارولو په اړه نيوکه کړې او ويلي يې دي چي نه ټرمپ او نه هېګسېت کولای نه سي دا نوم بدل کړي.

ياسمين انصاري په خپل پيغام کي ويلي دي چي تېر اوړي وروسته له هغه چي ټرمپ ګواښ وکړ د فارس خليج نوم به بدل کړي، هغې «د فارس خليج قانون» کانګرس ته وړاندې کړی وو. د نوموړي په وينا، نن پيت هېګسېت هغه د «عرب خليج» په نوم کړې دي.

انصاري بيا ټينګار کړی چي فارس خليج له پېړيو راهيسي د نړيوالو بنسټونو له خوا په همدې نوم پېژندل سوی دی، او زياته کړې يې ده چي ټرمپ او هېګسېت اوس هم نه سي کولای دا تاريخي حقيقت بدل کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x