د روادارۍ سازمان د شواهدو پر بنسټ اعلان کړی دی چي په هرات ولايت کي پر ملکي وګړو، په ځانګړي ډول پر شيعه اوسېدونکو د ډزو پېښې هدفمند او منظم ماهيت درلود.
دې بنسټ له نړيوالي ټولني غوښتي دي چي دا پېښه د نړيوالو معيارونو له مخي وڅېړي او په افغانستان کي د مذهبي لږکيو د ساتني لپاره اړين اقدامات تر سره کړي.
په خپره سوې خبرپاڼه کي روادارۍ بنسټ د دې بريد د هدفمن والي په يادولو سره ويلي دي چي وسلهوالو بريدګرو د نسبتاً اوږدې مودې لپاره، په داسې حال کي چي امنيتي ځواکونه په ځنډ سره سيمې ته رسېدلي وو، نارينه له ښځو او ماشومانو څخه جلا کړي او وروسته يې پر هغوی ډزې کړي دي.
دې سازمان همدارنګه د طالبانو د حکومت د هغو هڅو يادونه کړې ده چي د ښاريانو د امنيت په برابرولو کي ناکام سوي دي او زياته کړې يې ده چي طالبانو د قربانيانو د کره شمېر د خپرېدو مخه نيولې او معلوماتو ته یی لاسرسی محدود کړی دی.




