اسحاق دار ، د پاکستان د لومړي وزير مرستيال اعلان وکړ چی ، هيواد يې په جدي توګه د ايران او امريکا ترمنځ د سولي د ټينګېدو لپاره د منځګړتوب لړۍ روانه ساتي.
نوموړي اسلاماباد کي د مذاکراتو جوړېدو ته په اشارې سره وويل، دا لړۍ به په راتلونکو ورځو کي پايلې ته ورسېږي.
د پاکستان د لومړي وزير مرستيال همدارنګه د خبرو اترو د مثبت چاپېريال پر ساتلو ټينګار وکړ او له دواړو خواوو يې وغوښتل چي په سيمه کي د تلپاتي سولي د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په دوام کي د اوربند پر ژمنو ولاړ پاته کېدل ډېر اړين وبلل.




