احمد مسعود د ملي مقاومت جبهې مشر ، د آزادۍ جبهې د وژل سوو د یاد په غونډه کي وویل چي د افغانستان سياسي بندښت، چي د ده په وينا د طالبانو په ګټه و، د له منځه تللو په حال کي دی. هغه زياته کړه چي په هيواد کي بدلونونه روان دي، خو د دې په اړه يې نور جزييات ورنه کړل.
مسعود د شنبې په ورځ (۲۲ د حمل) په يو انلاين جوړه سوې غونډه کي ټينګار وکړ: «د فرصتونو د اغېزمن کارولو يوازينۍ لاره همغږي ده.»
هغه همدارنګه هغو ادعاوو ته اشاره وکړه چي ګواکي د طالبانو لپاره بديل نه سته، او ويې ويل چي دا روايت د دې ډلې د هغې هڅې برخه ده چي داسې انګېرنه القا کړي چي د دوی په نشتوالي کي به هيواد د جګړې پر لور ولاړ سي.




