د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی دی چي د کابل ښار په يوه بريد کي دوه طالب جنګیالي وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
دې جبهې د يکشنبې په ورځ (۲۳ حمل) د يو انځوريز کليپ په خپرولو سره ويلي دي چي دا بريد تېره شپه د کابل ښار د شپاړسمې امنيتي حوزې اړوند د «الوخېل» په سيمه کي ترسره سوی دی.
د ازادۍ جبهې د ادعا له مخي، په دې پېښه کي د طالب جنګیاليو یو رنجر موټر هدف ګرځول سوي دي.
دې جبهې همدارنګه زياته کړې ده چي دا بريد د خپلو هغو جنګیالیو د وژل کېدو د درېيم تلين سره هممهاله سوی دی چي په سويلی سالنګ کي وژل سوي وو.
د ازادۍ جبهې شاوخوا يوه اوونۍ مخکي هم د کابل په سرایي شمالي سيمه کي د يو بريد مسؤليت منلی وو، چي د دوی په وينا په هغه پېښه کي درې طالب جنګیالي وژل سوي وو.




