د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په هرات ولایت کې په ملکي وګړو د ډزو پېښه د طالبانو، په ځانګړي ډول د دې ډلې د محلي چارواکو، په ځانګړي ډول د هرات والي ، په همغږۍ ترسره سوې ده.
دې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د داخلي او بهرنیو ترهګرو ډلو په پناه ځای بدل سوی او دغه ډلې قومي او مذهبي اقلیتونه، په ځانګړې توګه شیعهګان ، هدف ګرځوي.
په اعلامیه کې راغلي چې اوسني شرایطو کې وګړي، په ځانګړي ډول کمزوري قشرونه او اقلیتونه، له هېڅ ډول ځاني او رواني امنیت څخه برخمن نه دي.
د ازادۍ جبهې همدارنګه ادعا کړې چې له تېرو کلونو د شیعه مذهب د پیروانو هدفمنده او ډلهییزې وژنې دوام لري.
تر اوسه طالبانو د دې ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړي.




