د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ راپورونه او نښې څرګندوي چې د ايران اسلامي جمهوريت او امريکا ترمنځ خبرې به نن شنبه د حمل په ۲۲مه، تر غرمې وروسته په اسلاماباد کې پيل سي.
سره له دې چې ځينو سرچينو ويلي وو د ايران او امريکا ترمنځ مذاکرات به د پاکستان پر سيمهایز وخت د سهار په اته بجو پيلېږي، خو تر اوسه لا د دغو احتمالي خبرو لپاره څو ساعته وخت پاتې دی.
داسې ښکاري چې لومړی به د ايران د اسلامي جمهوريت او د امريکا پلاوي په جلا ډول د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف سره وګوري، او تر هغه وروسته به احتمالي خبرې پيل سي.




