د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ له خونړي بريد وروسته، نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ويلي چې افغانستان لا هم له امنيته برخمن نه دی، او سختدريځې ډلې کولای سي د حساب ورکولو له اندېښنې پرته هدفمند او منظم بريدونه ترسره کړي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت تر دې وړاندې تأييد کړې وه چې د جمعې ورځې په ماښام، د انجيل ولسوالۍ يو تفريحي ځای ته نږدې، نامعلومو وسلهوالو پر ملکي وګړو ډزې کړې دي.
نصير احمد فايق د شنبې ورځې په سهار ، د حمل ۲۲مه، په اېکس ټولنيزه شبکه کې د دې پېښې په غندلو سره ليکلي چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د شيعه ټولنې د غړو پر ضد وروستی بريد، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د بېګناه کسانو د مرګ ژوبلې سبب سوی، په کلکه د غندنې وړ دی.
هغه همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي او د دې سازمان د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنټ څخه غوښتي چې د دې پېښې عاملین وپېژندل سي او عدالت ته وسپارل سي.
په همدې حال کې، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي چې د لومړنيو شمېرو له مخې، په دې بريد کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان دي. خو ځينو سيمهييزو سرچينو د مرګ ژوبلې شمېر تر ۳۰ تنو زيات بللی دی.




