د استراليا لومړي وزير نن د امريکا او ايران ترمنځ د نښتو درېدنه « کمزوري سوله» وبلله، خو په عين وخت کې يې دا يو مهم ګام هم ياد کړ او ويې ويل چې استراليا «په ټينګه باور لري» چې لبنان بايد د منځني ختيځ په اوربند کې شامل سي.
انتوني البانيز په بريزبن ښار کې په يوه خبري ناسته کې وويل: «زه پوهېږم چې ډېر استراليايان د هغو پېښو په اړه اندېښمن دي چې په لبنان کې رامنځته کېږي. دا موضوع يوازې د هغه ځای له اغېزو سره تړاو نه لري، بلکې پر ټوله نړۍ هم اغېز کوي. له همدې امله، د تېري ورځې هوکړه يوه مهمه هوکړه وه.»
کله چې د استراليا له لومړي وزير څخه وپوښتل سول چې آيا پر لبنان د اسرائيلو زياتېدونکي بريدونه د اوربند او د هرمز تنګي د بيا پرانيستل کېدو لپاره ګواښ بلل کېږي که نه، البانيز يوازې دومره وويل: «موږ د اوربند غوښتونکي يو.»




