د شانګهای د همکارۍ سازمان: د افغانستان حالت له نږدې څارو

نورلان يرمکبايف، د شانګهای د همکارۍ سازمان عمومي منشي، اعلان کړی دی چې د افغانستان حالت د دې سازمان د غړو هېوادونو له خوا په دوامداره او کره ډول څارل کېږي.

د هغه په وينا، د افغانستان د بدلونونو اغېز پر ټوله سيمه، په ځانګړي ډول پر هغو هېوادونو چې ورسره ګډه پوله لري، ډېر دی، له همدې امله دا موضوع تل د کار په لړ کې شامله وي.

يرمکبايف له يوې روسي رسنۍ سره په خبرو کې څرګنده کړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د افغانستان د اړيکو ډله پخوا فعاله وه او پراخ فعاليتونه يې درلودل، خو د طالبانو د بيا واکمنېدو وروسته يې فعاليتونه ځنډول سوي دي.

خو هغه ټينګار وکړ چې افغانستان لا هم د دې سازمان د پاملرنې په مرکز کې پاتې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x