سيد عباس عراقچي، د ايران د بهرنيو چارو وزير، نن (چهارشنبه) د حمل په ۱۹مه نېټه، له هاکان فيدان، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير، سره په ټليفوني اړيکه کې د سيمې د وروستيو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
ايران او امريکا د ايران د لس مادېز پلان د منلو وروسته د دوو اونيو اوربند په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت هم نن په يوه خبرپاڼه کې د اوربند له اعلان څخه هرکلی کړی او ويلي يې دي چې دا هوکړه بايد په بشپړه توګه عملي سي. په دې خبرپاڼه کې هيله هم څرګنده سوې ده چې ټولې خواوې به ورته پابندې پاته سي.
ترکيې همدارنګه اعلان کړی دی چې د ايران او امريکا ترمنځ د هغو خبرو د برياليتوب لپاره، چې ټاکل سوې ده د جمعې په ورځ د حمل په ۲۱مه نېټه په اسلامآباد کې ترسره سي، ټول ممکن ملاتړ به برابر کړي.




