کاظم جلالي، د ايران د اسلامي جمهوريت سفير د روسيې په فدراسیون کې:
د دې جګړې پايلو څرګنده کړه چې يو تمدن د بمونو او وسلو په وسيله له منځه نه ځي، او د يرغلګرو پر وړاندې د ايران د مقاومت او ټينګ دريځ له امله، امريکايان اړ سول چې د ايران شرطونه ومني.
د هغوی دا انګېرنه وه چې په درې يا څلورو ورځو کې به په ايران کې د حکومت بدلون رامنځته سي او ګومان يې کاوه چې ايران د ځينو نورو هېوادونو په څېر دی او کولای سي په اسانۍ سره يې واکمني بدله کړي؛ خو د ايران ملت څلوېښت ورځې د نړۍ د سمبالو پوځونو پر وړاندې ټينګ ودرېده.
دې جګړې څرګنده کړه دې زموږ لاره د نوي نړيوال ځواک د جوړېدو او د نړيوال جنوب د پياوړتيا لپاره سمه ده؛ هغه لاره چې ايران يې د بریکس ډلې له نورو غړو هېوادونو، لکه روسيه، چين، برازيل او هند سره يو ځای څارنه کوي.




