چين: طالبانو او پاکستان د حل لارې د موندلو پر سر هوکړه کړې ده

د چين د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د طالبانو او پاکستان استازو د څو ورځو خبرو وروسته، د شخړو د راکمولو لپاره د حل لارې د موندلو پر هڅو هوکړه کړې ده.

ماو نينګ، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې، د چهارشنبې په ورځ ۱۹ د حمل په يوه خبري ناسته کې وويل چې دواړو خواوو هوکړه کړې ده چې د نښتو د زياتېدو مخه ونيسي.

هغې زياته کړه چې چين به له دواړو خواوو سره خپلو دوامدارو اړيکو ته ادامه ورکړي او په همدې حال کې به د هغوی ترمنځ د خبرو د اسانتيا او دوام لپاره يو چوکاټ برابر کړي.

په همدې حال کې، يوې پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی دی چې د دواړو هېوادونو پلاوي خپلو هېوادونو ته ستانه سوي دي او ټاکل سوې ده چې د عملي حل لارو د موندلو هڅې به رواني وساتل سي.

تر دې وړاندې، اميرخان متقي، د طالبانو د بهرنيو چارو وزير، هم ويلي وو چې د چين د اورومچي په ښار کې ترسره سویو خبرو اترو د پام وړ پرمختګ درلودي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x