د ايران د اسلامي جمهوريت د تحميل سوي ۱۰ مادېز پلان جزييات

د ايران د اسلامي جمهوريت هغه وړاندي سوی ۱۰ مادېز پلان چي د اوربند د هوکړې د بنسټ په توګه منل سوی دي، جزييات يې تشريح کړي دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د تحميل سوي ۱۰ مادېز پلان جزييات

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي، د ايران د اسلامي جمهوريت هغه وړاندي سوی ۱۰ مادېز پلان چي د اوربند د هوکړې د بنسټ په توګه منل سوی دي، جزييات يې تشريح کړي دي.

دا پلان چي د جګړې د درولو وروستی چوکاټ ټاکي، يو شمېر مادې لري چي مهم ټکي يې په لاندي ډول دي:

پر ايران او د مقاومت پر ملګرو ډلو د هر ډول تېري بشپړ بندېدل.

له سيمې څخه د امريکا د جنګي ځواکونو وتل، له پوځي اډو څخه پر ايران د هر ډول بريد بندېدل، او د هر ډول جنګي چمتووالي له نيولو څخه ډډه کول.

د دوو اوونيو لپاره د هرمز له تنګي څخه هره ورځ د بېړيو محدود تګ راتګ، د خوندي تګ پروتوکول تر نامه لاندي، چي د دغه هېواد تر څارني او ځانګړو اصولو لاندي وي.

د لومړنيو، ثانوي او د ملګرو ملتونو د ټولو بنديزونو لغوه کېدل.

د پانګوني او مالي صندوق په جوړولو سره د ايران د تاوانونو پوره کول.

د ايران ژمنه چي اټومي وسله به نه جوړوي.

د امريکا له لوري د ايران د غني کولو حق منل، او د غني کولو د کچي په اړه خبرې اترې.

د ايران هوکړه چي د خپلو ګټو په چوکاټ کي د سيمې له هېوادونو سره د دوه اړخيزو او څو اړخيزو سولييزو تړونونو په اړه خبرې اترې وکړي.

د نه تېري اصل د ټولو هغو يرغلګرو پر ضد غځول چي د مقاومت د ټولو ډلو پر ضد تېری کوي.

د اټومي ادارې د شورا او د امنيت شورا د ټولو پرېکړه ليکونو پای ته رسېدل، او د ټولو ژمنو د ملګرو ملتونو په رسمي پرېکړه ليک کي تصويبېدل.

دغه باخبره سرچينې ټينګار کړی دي چي ايران تر دې مخکي د امريکا ۱۵ مادېز پلان رد کړی وو او د اوربند هر ډول درول يې د خپل وړاندي سوي پلان د منلو او د ټرمپ د رسمي هوکړې له اعلان سره تړلي وو، چي ټرمپ په رسمي ډول د ايران ۱۰ مادېز پلان منلی دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x