چين د طالبانو او پاکستان د نوو خبرو اترو د پيل د نېټې ټاکل غواړي

خبري سرچينو اعلان کړی دی چي د پاکستان او طالبانو چارواکي د چين په اورومچي کې د خبرو اترو د پايلو د راټولولو او ترتيبولو په حال کي دي، چي د حمل پر ۱۳مه پيل سوي دي.

د طالبانو يوه چارواکي د دغو خبرو اترو د بهير په اړه «پاکستان ډېلي» ته ويلي دي: خبرې اترې لا هم رواني دي، دا غونډي وروستۍ نه دي او د وروستۍ پرېکړي لپاره د سريزي حيثيت لري.

نوموړي په دې ټينګار سره چي د پرمختګ هيله سته، زياته کړې یی ده چي ډلې به د دواړو هېوادونو مشرانو ته راپور ورکوي او هر ډول پرېکړه به وروسته اعلان سي.

همدارنګه د پاکستان يوه چارواکي هم په دې اړه ويلي دي چي مذاکره کوونکي پر بل ګام تمرکز کوي او چين ترې غوښتي دي چي د راتلونکې غونډي لپاره يوه نېټه وټاکي، او ښايي د خبرو اترو د دوهم پړاو په اړه هوکړه وسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x