طالبان: د افغانستان بهرنۍ سياست پر اقتصاد ولاړ او متوازن دی

اميرخان متقي، د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير، په کابل کې د «افغانستان او مرکزي آسيا د ګډو خبرو» په غونډه کې اعلان وکړ چې د دې هېواد بهرنۍ سياست پر اقتصاد ولاړ او په سيمه‌ ایزو اړيکو کې د توازن پر بنسټ تنظيم سوې دی.

هغه زياته کړه چې اصول لکه اسلامي ورورولي، نېک ګاونډيتوب او دوه‌ اړخېزه درناوی په بهرنۍ سياست کې د افغانستان د حکومت مهم بنسټونه جوړوي او هڅه کېږي چې له دې اصولو سره سم د سيمې له هېوادونو سره اړيکې پراخې سي.

متقي په دې غونډه کې د سيمې د حالت په اړه وويل چې موجودي ننګونې او اندېښنې د افغانستان او مرکزي آسيا د هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر بهير، په ځانګړي ډول د بنسټيزو او اقتصادي پروژو په برخه کې، اغېز کړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير همدارنګه وويل چې د سيمه‌ایزو ځينو لوبغاړو امنيتي مرکزي چلند د لېږد رالېږد او اقتصادي همکاريو د پراختيا په لاره کې يو جدي خنډ دی او ټينګار يې وکړ چې دغه حالت کولای سي د سيمې د هېوادونو ګډې ګټې له ننګونو سره مخ کړي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x