د طالبانو د بهرنيو چارو وزير: له مرکزي آسيا سره اړيکي پر همکارۍ ولاړي دي

د افغانستان او د مرکزي آسيا د هېوادونو مشورتي غونډه، چې سياسي، اقتصادي او امنيتي موضوعات پکښې تر بحث لاندې دي، د يکشنبې په ورځ ۱۶ حمل په کابل کې پيل سوه.

اميرخان متقي، د طالبانو د بهرنيو چارو وزير، د دې غونډي په پيل کې وويل چې د دغو مشورتي خبرو موخه د سيمه‌ایزو بدلونونو ارزونه، د ديپلوماټيکو همغږيو زياتوالی او د همکاريو پراختيا ده.

هغه زياته کړه چې طالبانو او د مرکزي آسيا هېوادونو د دوه‌اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او د اقتصادي، لېږد رالېږد او سيمه‌ايزو همکاريو د پراختيا لپاره څرګند او اغېزمن ګامونه اخيستي دي.

د متقي په وينا، د طالبانو او د مرکزي آسيا د هېوادونو تر منځ اړيکي پر همکارۍ ولاړي دي، نه پر مخامخوالي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره سوه چې د طالبانو له خوا پر افغانستان د واکمن کېدو نږدې پنځه کاله تېر سوي، خو تر اوسه د مرکزي آسيا هېڅ هېواد دا ډله په رسميت نه ده پېژندلې.

سره له دې، طالبان هڅه کوي چې له سيمه‌ایزو هېوادونو سره خپلې اړيکي پراخې کړي او د لا ډېرو همکاريو لپاره زمينه برابره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x