د «افغانستان او مرکزي آسيا د مشورتي خبرو» غونډه نن يکشنبه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب په کابل کې ترسره سوه؛ هغه غونډه چې اصلي موخه يې په سيمه کې د سياسي، اقتصادي او لېږد رالېږد همکاريو پراختيا بلل سوې ده.
د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د «افغانستان او مرکزي آسيا د مشورتي خبرو» غونډه نن يکشنبه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب په کابل کې ترسره سوه.
طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د دې غونډي مشري به د طالبانو د بهرنيو چارو وزير پر غاړه وي او د مرکزي آسيا د هېوادونو لوړپوړي استازي هم پکښې ګډون لري.
د دې خبرپاڼي له مخي، سياسي، اقتصادي او امنيتي موضوعات، همدارنګه د سيمهایزو همکاريو پراختيا، سوداګري او لېږد رالېږد، د دې غونډي د خبرو له مهمو برخو څخه دي.
که څه هم دا لومړی ځل دی چې طالبانو د واک د بيا تر لاسه کولو وروسته دا ډول غونډه د همدې سرليک تر نامه لاندې په کابل کې یي کوربتوب کوي؛ خو تر دې وړاندې هم ورته غونډي د سيمهایزو هېوادونو د استازو، په ځانګړي ډول د مرکزي آسيا د هېوادونو په ګډون ترسره سوي دي.
له دې جملې څخه، «د افغانستان په چارو کې د مرکزي آسيا د هېوادونو د ځانګړو استازو د سيمهایزو اړيکو د ډلې بي څاري غونډه» وه چې د تېر کال د دلو په مياشت کې د قزاقستان د آستانې په ښار کې ترسره سوه.
دغه غونډي زياتره پر داسې موضوعاتو تمرکز لري لکه سيمهایز ثبات، د سوداګرۍ او لېږد رالېږد پراختيا، امنيتي همکارۍ او د افغانستان د حالت په اړه د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د ګډ پوهاوي رامنځته کول.
سره له دې چې د طالبانو د استازو په ګډون ګڼې سيمهایزې غونډي ترسره سوي دي، خو د نږدې پنځو کلونو په تېرېدو سره، د سيمې او مرکزي آسيا هېوادونو لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.




