د پاکستان او طالبانو د سولې جرګه په پېښور کې جوړېږي

ټاکل سوې ده چې د سې شنبې په ورځ، د حمل ۱۱مه، د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو په موخه ګډه جرګه ترسره سي.
د پاکستان او طالبانو د سولې جرګه په پېښور کې جوړېږي

ټاکل سوې ده چې د سې شنبې په ورځ، د حمل ۱۱مه، د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو په موخه ګډه جرګه ترسره سي.

په دې جرګه کې به سیاسي څېرې، د قبایلو مشران، دیني عالمان او د مدني ټولنې استازي په پېښور ښار کې سره راټول سي.

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چی ټاکل سوې ده د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سولې ګډه جرګه به د مارچ په ۳۱مه په پېښور ښار کې جوړه سي.

د دې غونډې هدف دا بلل سوی چې د دواړو لورو ترمنځ د سولې، ثبات او خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره ګډ چوکاټ رامنځته سي.

د تنظیموونکو په وینا، په دې جرګه کې به سیاسي مشران، د قبایلو مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي، د خصوصي سکتور استازي او رسنۍ ګډون ولري.

ارباب شهزاد خان، د خیبر پښتونخوا پخواني عمومي منشي، ویلي چې دا غونډه به پر «متقابل درناوي، باور جوړونې او د پایدارې سولې لپاره پر جدي خبرو اترو» تمرکز ولري.

هغه زیاته کړه چې د دې جرګې په پای کې به د سولې په ملاتړ یوه ګډه اعلامیه خپره او د دواړو لورو چارواکو ته وسپارل سي.

د هغه په خبره، د دې غونډې اصلي موخه د ګډې لارې رامنځته کول دي، څو تاوتریخوالی راکم سي او دیپلوماتیکې خبرې پر مخ یووړل سي.

تنظیموونکو همدارنګه ټینګار کړی چې ګډونوال به د پاکستان له مشرانو او طالبانو وغواړي چې سمدستي اوربند پلي کړي، تاوتریخوالی راکم کړي او اختلافات د خبرو اترو او سیاسي لارو له لارې حل کړي.

د دوی په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د داسې غونډې جوړېدل یو بیړنی اړتیا بلل کېږي.

دغه جرګه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ زیات سوی دی.

پاکستاني چارواکي دا کړکېچ په اسلام‌اباد، باجوړ او بنو ښارونو کې د ځانمرګو بریدونو سره تړي او وايي چې د دې بریدونو عاملین د افغانستان په خاوره کې مېشت دي.

خو طالبان دا ادعا ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې له دوی سره تړاو نه لري.

دواړو لورو تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب، د اوربند هوکړې ته رسېدلي وو، خو دا هوکړه ونه توانېده چې د کړکېچونو دوام ودروي.

د اعلان سوي پلان له مخې، د پېښور له ناستې وروسته به ورته جرګې په کوټه او نورو سیمو کې هم جوړې سي، څو د سولې په بهیر کې د پراخ ګډون زمینه برابره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x