خواجه محمد آصف اعلان کړی چې د افغانستان له طالبانو سره د «دریمو اړخونو» په منځګړیتوب د خبرو یو بهیر روان دی، خو دا بهیر لا تر اوسه منظم او جوړښتلرونکي نه دی.
هغه له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «زما په اند، یقیناً د یو درېیم اړخ په سپارښتنه یا مداخلې سره یو بهیر روان دی، خو دا بهیر منظم او جوړښت لرونکي نه دی.»
د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې که دا هڅې د سولې په ټینګښت کې ناکامې سي، اسلامآباد به یو ځل بیا د افغانستان پر ځینو سیمو خپل بریدونه زیات کړي.
خواجه آصف زیاته کړې: «که دا هڅې بریالۍ نه سي، نو بېرته به هماغه پخوانیو لارو ته ورستانه سو .»
تر اوسه، طالبانو د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړي.




