خواجه آصف، د پاکستان د دفاع وزیر، له «جیو نیوز» سره په خبرو کې اعلان کړی چې تر اوسه د افغانستان په دننه کې د پوځي عملیاتو د پای لپاره کوم مشخص مهالوېش نه دی ټاکل سوې او «د دې عملیاتو د دوام په اړه هېڅ شک نسته.»
د پاکستان د دفاع وزیر ویلي: «موږ پر افغان طالبانو فشار راوړی دی. دا چې په اوږدمهال کې به څه پېښېږي، د وړاندوینې وړ نه دي ،خو هغه بریدونه چې موږ د ځانګړو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره پیل کړي، لا هم بشپړ سوي نه دي.»
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان په خاوره کې له طالبانو سره جګړې به تر هغه وخته دوام ولري څو د اسلامآباد پوځي هدفونه په بشپړه توګه ترلاسه سي.




