نصیر احمد فایق، د حنیف اتمر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د لویې جرګې د جوړېدو په اړه سوې وې، ټینګار کړی چې د افغانستان د مسائلو د حل لپاره هر ډول بنسټیز بدلون باید د خلکو پر اراده ولاړ وي.
فایق د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپل پیغام کې لیکلي چې د افغانستان موضوع باید د باوري، خپلواکو او د خلکو د باور وړ شخصیتونو له لوري پر مخ یوړل سي.
هغه زیاته کړې چې رښتینې هڅې باید د خلکو د پیاوړتیا، د هغوی د انتخاب د حق او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړې کولو د حق د پیاوړتیا پر برابرولو متمرکزې وي.




