پاکستانۍ ورځپاڼې «اکسپرس ټریبیون» راپور ورکړی چې د «غضب للحق» په نوم عملیات، چې د کوچني اختر په مناسبت لنډ مهال درېدلي وو، بېرته پیل سوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، دا عملیات یو پوځي، کره او هدفمنده کمپاین دی چې د ترهګرو ډلو مشران، د هغوی د ملاتړ او قوماندې زیربناوې، لوژستیکي شبکې او ملاتړي یې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په نښه کوي.
سرچینو زیاته کړې چې دا عملیات به تر هغو دوام ولري څو خپل هدف ته ورسېږي، او تر هغه وخته به ونه درېږي څو طالبان په خپلو لومړیتوبونو کې بدلون را نه ولي، یعنې د نیابتي ځواکونو د ملاتړ پر ځای د افغانستان او پاکستان د خلکو هوساینې ته لومړیتوب ور نه کړي.




