روسیه: د داعش او القاعده ګواښ په زیاتېدو دی

ماریا زاخارووا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، د چهارشنبې په ورځ د حمل په ۴مه په یوې خبري ناسته کې خبرداری ورکړ چې د نړیوالو ترهګرو او سخت دریځو سازمانونو، په ځانګړې توګه د داعش او القاعده، ګواښونه په زیاتېدو دي.

هغې د مسکو په «کروکوس» سالون کې د دوو کلونو وړاندې د وسله‌والو برید ته په اشارې سره وویل چې له جګړه‌ییزو سیمو څخه د وسلو او مهماتو د لېږد خطر د ترهګرو لاسونو ته او د ګاونډیو سیمو پر لور د هغه خپرېدل هم زیات سوي دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړ چې مسکو تل د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ملګرو ملتونو د مرکزي همغږي کوونکي رول د پیاوړتیا ملاتړ کوي، چې دا کار باید د نړیوالو حقوقي چوکاټونو پر بنسټ او د هېوادونو د مشرتابه د رول په رسمیت پېژندلو سره ترسره سي.

هغې زیاته کړه چې روسیه هڅه کوي د هغو هېوادونو سره چې «مثبت لیدلوری» لري، د ترهګرۍ ضد همکارۍ د سازمانونو لکه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو ګډه ټولنه، بریکس او د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې پراخې کړي.

زاخارووا په خپلو خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې په وروستیو کلونو کې د ترهګرۍ زیاتوالی تر ډېره د عراق، لیبیا، سوریې او افغانستان په څېر هېوادونو کې د لوېدیځو لاسوهنو پایله ده.

هغې همداراز زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې سیاسي کول او د لوېدیځو هېوادونو له خوا د دوه‌ګونو معیارونو کارول، په دې برخه کې د نړیوالو هڅو اغېزمنتیا کمزورې کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x