یونیسف اعلام کړی چې وخت يي رارسېدلی څو په افغانستان کې د ښوونځیو دروازې بیا د انجونو پر مخ پرانيستل سي؛ دا اقدام د دغه بنسټ په وینا د ټولنې د راتلونکي، عزت او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
سانجي ویجسکرا، د سویلې آسیا لپاره د یونیسف سیمهییزه مدیر، اعلان کړی چې وخت يي رارسېدلی څو په افغانستان کې د ښوونځیو دروازې بیا د انجونو پر مخ پرانيستل سي.
ویجسکرا د پنجشنبې په ورځ، د حمل ۶، په خپلې ایکس پاڼي کې لیکلي چې انجونې په افغانستان کې له اوږده مهاله په تمه پاتې او د ښوونځیو بیا پیل باید ټولو ته هیلې ورکړي.
هغه زیاته کړې: «وخت یی رارسېدلی چې د ښوونځیو دروازې بیا پرانیستل سي، ځکه چې هیلې، عزت او راتلونکی د زدهکړې څخه پیلیږي.»
یونیسف مخکې هم ټینګار کړی و چې زدهکړه د ماشومانو د راتلونکي جوړولو بنسټ ګڼل کېږي او د ښوونځیو بیا پرانیستل یوازې بنسټیز حق نه دی، بلکې د ټولنې د پرمختګ او ودې لپاره مهمه اړتیا ده.




