د ټرمپ د بېبنسټه ادعاوو سربېره، چې ګواکې یې د ایران د انرژۍ پر زیربناوو د بریدونو د پنځه ورځو د ځنډ امر کړی و (د مارچ ۲۳ نېټه / د حمل ۳)، د مارچ ۲۴ نېټه (د حمل ۴) یو نوی او ډېر خطرناک برید د بوشهر د اتومي فابریکې د فعال واحد نمبر ۱ په نږدې سیمه کې ترسره سو.
دغه بېباکې او غیرمسؤلانه کړنې زموږ اندېښنه او غوسه ډېره زیاته کړې ده.
ښايي بریدګر قصداً هڅه وکړي چې په سیمه کې پراخه اتومي ناورین رامنځته کړي څو خپلې کړنې چې مخکې د ګڼ شمېر بېګناه ایرانیانو د مړینې سبب سوې دي، توجیه کړي.
واشنګټن او بیتالمقدس باید د دې موضوع په پوهیدو کې زموږ په پرتله لا ښه پوه سي چې هر ډول برید د بوشهر پر مرکز یقیناً د انسانانو ژوند او چاپېریال ته نه جبرانېدونکي زیانونه رسولای سي.
تر اوسه یوازې په معجزوي ډول د ناورین مخنیوی سوی، خو بریدونه هر ځل د فعالو واحدونو نږدې کېږي. د فابریکې کارکوونکي، په ګډون د روسي متخصصینو ژوند، لا هم په مستقیم خطر کې دی او دا وضعیت زموږ لپاره د منلو وړ نه دی.
موږ له هغو خواوو غوښتنه کوو چې په بېپروایۍ او بې دليله یي پر ایران برید کړی دی، څو بیرته د عقل په لار ولاړ سي، دغه بېدلیله برید پای ته ورسوي، او د ایران د اتومي او انرژۍ زیربناوې چې د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې له څارنې لاندې دي، او همدارنګه د هغوي نږدې موجودې ودانۍ ودروي.
موږ له نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې، ملګرو ملتونو او د هغوی چارواکو تمه لرو چې روښانه، بې ابهامه دریځ ونیسي او د دې ډول بریدونو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.




