سرلشکر عبداللهی، د ایران د اسلامي جمهوریت د حضرت خاتم الانبیا (ص) مرکزي قرارګاه قومندان
خبیث دښمنانو او جنایتکاره امریکایي او صهیوني یرغلګرو د زموږ د ګران هېواد د اسلامي ایران د ویشلو او خوړو په نیت یوه سخته جګړه پیل کړه، او د دې جګړې په لومړی ورځ یې د اسلامي امت لارښود او د وسلهوالو ځواکونو یو شمېر زړور قومندانان په شهادت ورسول، په دې هیله چې هېواد به بې رهبره سي او وسلهوال ځواکونه بې قومندانه، او په ۴۸ ساعتونو کې به ماته وخوري.
خو د خدای په فضل، او د ایران د لوی او اتلولۍ ملت په حماسي حضور، او د ملت زړورو اولادونو په بې ساري جهادونو سره په وسله والو ځواکونو او د اسلام په جنګیالیو کې، په تېرو ۲۵ ورځو کې د دې هېواد دښمنان، په سر کې یي شروره او مغروره امریکا، ماتې ته اړ کړي ده، او همدا ویاړلی او جنګیالي ملت د وروستۍ بریا په لور پرمخ روان دي.
تش په نوم ځواکونه، په ځانګړې توګه امریکا، چې له ډېرو لسیزو راهیسې د نړۍ مظلومو ولسونو، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو ته د ګواښ او وېرونې له لارې ظلم کړی و، د الهي مرستې په برکت د نړیوالو د سترګو په وړاندي مات سوي دي، او د دې رسوا کوونکې ماتي وروسته، د اسلامي ایران پر ضد د ائتلاف د جوړولو لپاره، له هغې جګړې څخه چې خپله یې پیل کړې ده، د تېښتې او د وتلو لارې په لټه کې دي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ، د میداني حقیقتونو د درک او د جګړې په لمن کې د بند پاتې کېدو له امله، د خپلو موخو د لاسه ورکولو وروسته، د جګړې د پرېښودو لپاره د ځینو هېوادونو مشرانو ته پناه وړې ده، چې دا تاریخي وضعیت د ایرانی قهرمان ولس لپاره ستر ویاړ ګڼل کېږي.
په دې حساسه او مهمه شېبه کې، د ایران اسلامي ځواکمن وسلهوال ځواکونه، هماغسې چې د اسلامي امت له شهيد امام سره یې ژمنه کړې وه، د خپل ګران رهبر او د قواو د مشر حضرت امام سید مجتبی خامنه ای (مدظله العالی) په بشپړه اطاعت کې ، د سرلوړي او بریالي ایران د نظام په دفاع کې پر خپلې ژمنې ټینګ ولاړ دي، او دا ویاړمنده لاره به د پوه او میړنې ایرانی ولس په ملاتړ تر بشپړې بریا پورې جاري وساتي.




