د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو د عامه اړیکو څانګه :
د وعده صادق ۴ عملیاتو ۷۸مه څپه د ایران د لوی ولس د تړلو لاسونو په ملاتړ په کوڅو کې او د ایران د زړورو جنګیالیو په میدان کې د توغندیو په کارولو سره، نن شپه، د باران لاندې، د امریکایي او صهیوني یرغلګرو پر لوري ولګیدل او د جګړې په تاریخ کې یې بي ساری کارنامه جوړه کړه.
دا عملیات د سپېڅلي شعار «یا دلیل المتحیرین» لاندې ترسره سول او د خراسان شمالي، رضوي، جنوبي او سیستان او بلوچستان خلکو ته وړاندې کېږي.
په دې څپه کې اهداف په ایلاتو، دیمونا، شمالي تلآویو او د امریکا د یرغلګر پوځ ځینې پوستې په سیمه کې د په نښه سویو توغندیو سیسټمونو او تباه کوونکو بېپیلوټه الوتکو له لارې په نښه سول.
د ایران ساتونکي ځواکونه د تاثیر لرونکو عملیاتو په ترڅ کې د ناوړه تېری کوونکواو ماشوم وژونکو سره په خبرو اترو بوخت دی. اصلي جنګیالي او میلیوني ولسي ځواکونه لا تر اوسه د جګړې میدان ته نه دي ننوتلي؛ که اړتیا وي، د هغوی ننوتل به جګړه نوره هم تېزه کړي او دښمنانو ته به د تیښتې هیڅ چاره پاتې نه سي.
دښمن د خپلې ماتې د جبران او د جګړې د معادلاتو د بدلولو لپاره توطئې جوړوي، خو دا کارونه د ایران د ساتونکو ځواکونو له سترګو پټ نه دي. د ایران سخت برید به په ډېر لږ وخت کې پر هغو ټولو کسانو ورسي چې د هرې کچې تېري او جرمونو مسؤلیت لري یا تابع یې دي.




