د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په غبرګون کې چې په برلین کې د افغانستان د سفارت په سر کې د طالبانو د استازي د ټاکلو په اړه خپاره سوي، اعلان کړی چې له حقوقي پلوه هېڅ ډول بدلون او نوې ټاکنه نه مني.
تر دې وړاندې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت راپور ور کړی وو چې عبدالباقي پوپل، په جرمني کې د افغانستان د سفارت سرپرست ، له دندې لیرې سوی دی.
همدارنګه، د جرمني «ARD» شبکې راپور ورکړی و چې طالبانو خپل یو دیپلومات په برلین کې د افغانستان د سفارت د نوي سرپرست په توګه ټاکلی دی.
د «دویچهوله» د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان د سفارت اداره باید د دې هېواد د پخواني حکومت د دیپلوماتانو په لاس کې پاتې سي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د سفیر یا د سفارت د سرپرست په توګه د یو دیپلومات د منلو لپاره د جرمني د حکومت هوکړه اړینه ده، خو په دې اړه «هېڅ اړین پړاوونه نه دي بشپړ سوي.»




