مارشال عبدالرشید دوستم، د افغانستان د ملي جنبش د ګوند مشر، په خپلو خبرو کې خپلو تیر جګړهییزو تجربو ته په اشاره سره ویلي دي: «زما کارنامه د ټولو لپاره روښانه ده او که اړتیا وي، زه کولای سم طالبان بیا مات کړم .»
هغه چې د ترکیې څخه خبرې کولې، بیا یی طالبانو ته ګواښ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د «دشت لیلي» تجربه تکرارولی سي.
د ملي جنبش د ګوند مشر زیاته کړه چې تېره تجربه ښايي هېڅ ځواک نه سي کولای د خلکو او مخالفینو اصلي اراده له پامه وغورځوي.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د طالبانو مخالفین چې د افغانستان نه بهر حضور لري، که څه هم له لېرې واټنونو، لاهم اغېزناک دي او طالبان باید دغه خبرتیاوي کمې ونه ګڼي.




